28 د اِمامانو يوې قبيلې ورپسې برخه جوړه کړه، چې شمالى طرف ته د آسونو د دروازې نه تلې وه، هر يو د خپل کور په مخکښې حِصه جوړه کړه.
هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.
د حرومف زوئ يدعياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د خپل کور سره نزدې وه. د حسبنياه زوئ حطوش ورپسې برخه جوړه کړه.
بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه،
د اِمير زوئ صدوق ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور په مخکښې وه. د نمرخاتۀ طرف دروازې څوکيدار د سکانياه زوئ سمعياه ورپسې برخه جوړه کړه.
نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“