24 د حنداد زوئ بِنوئى ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د عزرياه د کور نه واخله د دېوال د ګوټ پورې وه،
ليوى يشوَع او د هغۀ زامنو او خپلوانو او د هُوداوياه د قبيلې قدمىاېل او د هغۀ زامنو د مالِک خُدائ د کور په بيا جوړېدو کښې په شريکه مشرى کوله. د هغوئ مدد د حنداد د قبيلې ليويانو هم کولو.
ليويان: د ازنياه زوئ يشوَع، د حنداد د قبيلې بِنوئى، قدمىاېل، شبنياه، هودياه، قليتاه، فلاياه، حنان، ميکا، رِحوب، حسبياه، زکور، سربياه، شبنياه، هودياه، بانى او بنينو.
د حارِم زوئ مُلکياه او د پخت موآب زوئ حسوب دوئ دواړو ورپسې برخه او د تنور ميناره يې جوړه کړه.
د مصفاه حکمران د يشوَع زوئ ايصر د وسلې د ګودام په مخکښې ورپسې حِصه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې دېوال تاويږى،
بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه،
د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، د هغوئ دوېمه برخه، د هغه ځائ نه واخله چې د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ د لوئې مينارې مخامخ وه د هغې نه واخله تر عوفل سره نزدې دېوال پورې وه.