Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 3:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د اِلياسب د کور تر آخرى سر پورې رسېدلې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 3:21
8 Iomraidhean Croise  

قوض د عنوب، ضوبيبه او د حروم د زوئ اخرخېل د قبيلو پلار نيکۀ وو.


د اِمامانو دې ډلو داسې څۀ نسب‌نامه پېدا نۀ کړه چې هغوئ خپل پلار نيکۀ ثابت کړے وے، حباياه، هقوض او برزلى. د اِمامانو د قبيلې برزلى پلار نيکۀ د جِلعاد د برزلى د قبيلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر نوم يې په ځان اېښے وو. نو په دې وجه هغوئ نۀ شول ثابتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو هغوئ اِمامان نۀ منظوره کېدل.


او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.


بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حنن‌ايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.


د زبى زوئ باروک ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې د مشر اِمام اِلياسب کور ته د ننوتلو دروازه وه،


دې اِمامانو د دېوال يو څو نورې برخې بيا جوړې کړې: د يروشلم د ګېرچاپېره علاقې نه اِمامانو ورپسې برخه بيا جوړه کړه،


د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزب‌ايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه.


د اِمامانو دې ډلو داسې هيڅ شجره نسب پېدا نۀ کړو چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ ثبوت پېش کړى: حباياه، هقوض، برزلى. (د اِمامانو د قبيلې برزلى پلار نيکۀ په جِلعاد کښې د برزلى د قبيلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر د قبيلې نوم يې وړے وو.) هغوئ دا نۀ شوه ثابتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو په دې وجه هغوئ اِمامان نۀ شول منلے کېدے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan