20 د زبى زوئ باروک ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې د مشر اِمام اِلياسب کور ته د ننوتلو دروازه وه،
د ببى ډله: يهوحنان، حننياه، زبى، عتلى،
يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيتحورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.
اِلياسب اِمام کوم چې د خُدائ پاک د ګودامونو مشر وو، هغه د ډېرې مودې نه د طوبياه ملګرے وو.
بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حننايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.
د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د اِلياسب د کور تر آخرى سر پورې رسېدلې وه.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوشوجذبه قائمه ساتئ.