17 دې ليويانو د هغه دېوال نورې برخې بيا جوړې کړې: د بانى زوئ رحُوم ورپسې برخه جوړه کړه، د قعيله د نيمې ضِلعې حکمران، حسبياه د خپلې ضِلعې د طرفه ورپسې برخه جوړه کړه،
بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،
د بيتصور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.
د قعيله د نورې نيمې ضِلعې د حکمران د حنداد زوئ باوى ورپسې برخه جوړه کړه،
د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.
هلته د ليويانو په ممبر باندې دا کسان ولاړ وُو، يشوَع، بانى، قدمىاېل، شبنياه، بُنى، سربياه، بانى او کنعنياه. هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په چغو چغو وژړل.
قعيله، اکزيب او مريسه، يعنې نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.