نحمياه 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې. Faic an caibideil |