Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 3:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د بيت‌هکرم ضِلعې حکمران د ريکاب زوئ مُلکياه د ګند دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ دروازې په خپلو ځايونو باندې ولګولې او د دروازې تالا کولو دپاره يې په کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 3:14
9 Iomraidhean Croise  

د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.


ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.


ميکائيل، بعسياه، مُلکياه،


ما د دېوال دپاسه د يهوداه مشران راغونډ کړل او هغوئ مې د دوو لويو ډلو مشران مقرر کړل چې د ښار نه ګېرچاپېره روان شى او د خُدائ پاک شُکر ادا کوى. اوله ډله د دېوال دپاسه ښى طرف ته د ډېران دروازې طرف ته لاړه.


کله چې زۀ د ښار نه روان شوم نو تر اوسه پورې شپه وه. د وادۍ په دروازه باندې ووتلم او د ګيدړ کوهى نه تېر شوم او د ګند دروازې ته لاړم. کله چې زۀ روان وم، نو ما د ښار غورزېدلى دېوالونه او هغه دروازې وليدې کومې چې په اور تباه شوې وې.


د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.


اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيت‌هکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan