Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 3:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 حنون او د زنوح ښار اوسېدونکو د وادۍ دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ هغه دروازې په خپلو خپلو ځايونو باندې ولګولې، هغوئ د دروازې تالا کولو دپاره په دې کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول او د ګند دروازې پورې هغوئ پينځۀ سوه ګزه دېوال بيا جوړ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 3:13
7 Iomraidhean Croise  

عُزياه د يروشلم د پَخو دېوالونو مضبوطولو دپاره داسې وکړل چې د ګوټ د دروازې سره او د وادۍ د دروازې سره او هلته يې برجونه جوړ کړل چرته چې دېوال تاويږى.


په زنوح، عدولام او نزدې کلو کښې اوسېدل. هغوئ په لکيس او په نزدې پټو کښې او په عزيقه او د دې په کلو کښې اوسېدل. نو د يهوداه خلق د بيرسبع نه واخله د هنوم وادۍ پورې اوسېدل.


کله چې زۀ د ښار نه روان شوم نو تر اوسه پورې شپه وه. د وادۍ په دروازه باندې ووتلم او د ګيدړ کوهى نه تېر شوم او د ګند دروازې ته لاړم. کله چې زۀ روان وم، نو ما د ښار غورزېدلى دېوالونه او هغه دروازې وليدې کومې چې په اور تباه شوې وې.


بيا زۀ لاندې د قِدرون وادۍ ته لاړم او په خر باندې سور وم، دېوال ته مې کتل. بيا زۀ په هغه لار راواپس شوم چې په کومه راغلے وم او د وادۍ په دروازه باندې واپس ښار ته لاړم.


زنوح، عين‌جنيم، تفوح، عينام،


يزرعيل، يقدِعام، زنوح،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan