12 د يروشلم د نورې نيمې ضِلعې حکمران يعنې د هلوحيس زوئ سلوم ورپسې برخه جوړه کړه. د هغۀ لوڼو په دې کار کښې د هغۀ مدد کولو.
د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.
ټولو کسبګرو ښځو د کتان تار او آسمانى رنګه، کاسنى او د وړۍ سور تار راوړلو چې هغوئ په خپله جوړ کړے وو.
او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.