10 د حرومف زوئ يدعياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د خپل کور سره نزدې وه. د حسبنياه زوئ حطوش ورپسې برخه جوړه کړه.
د حارِم زوئ مُلکياه او د پخت موآب زوئ حسوب دوئ دواړو ورپسې برخه او د تنور ميناره يې جوړه کړه.
بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه،
د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.
د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمىاېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“