Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:8
18 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“


خو په يهودى مشرانو باندې د خُدائ پاک نظر وو او د فارس آفسرانو دا فېصله وکړه چې تر هغې پورې به يو کار هم نۀ کوى چې ترڅو يې داريوس بادشاه له خط نۀ وى لېږلے او جواب يې نۀ وى راغلے.


هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.


او دې سره زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د پوره خرچې دپاره د شاهى خزانې پېسې ورکولے شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى.


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل، هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حننياه وُو. حننياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو.


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


ما د ځان دپاره چمنونه او باغونه جوړ کړل، او په هغې کښې مې هر قِسمه د مېوو ونې ولګولې،


ما تالابونه جوړ کړل چې د هغې په ذريعه دا ډيرې ونې اوبۀ کوم.


کله چې تاسو دا څيزونه وګورئ نو ستاسو زړونه به خوشحاله شى، او د تازه شينکى په شان به زور کښې شئ. او هر څوک به ووينى چې د مالِک خُدائ لاس د هغۀ د خادِمانو سره دے، او د هغۀ غصه د هغۀ د دشمنانو خلاف ده.


نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو،


خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،


او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.


خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan