Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 بيا ما هغۀ ته ووئيل چې په ما دا مِهربانى وکړه چې ما له د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د صُوبې د حکمرانانو دپاره خطونه راکړه، چې په کښې هغوئ ته دا ليکلى شوى وى چې ما له اجازت راکړى چې د هغوئ په مُلک کښې يهوداه ته په خېر سره سفر وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:7
6 Iomraidhean Croise  

نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ


زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے،


زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى.


هغوئ هغه ليکلے شوے فرمان هم راوخستلو کوم چې بادشاه ورکړے وو او هغه يې حکمرانانو او د نمرپرېواتۀ طرف فرات ته د صُوبې آفسرانو له ورکړو، چې هغوئ بيا د هغه خلقو سره او د خُدائ پاک د کور سره مدد وکړو.


نو بادشاه ما سره يو څو فوجى آفسران او په آسونو د سوارو کسانو يوه ډله ولېږله او زۀ د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات په سفر باندې روان شوم. هلته مې حکمرانانو له د بادشاه خطونه ورکړل.


د جبعون ملطياه، د مرونوت يدون او د جبعون او مصفاه سړو ورپسې برخه جوړه کړه چې د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات د حکمران کور پورې حِصه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan