Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او بيا مې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما باندې مِهربانى کول غواړې او دا چې زما درخواست منظور کړې، نو ما له دا اجازت راکړه چې زۀ يهوداه ته لاړ شم، نو چې داسې زۀ هغه ښار بيا جوړ کړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:5
12 Iomraidhean Croise  

يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“


نو بادشاه سلامت، کۀ ستا خوښه وى نو د بابل شاهى تاريخ دې ولټولے شى نو دا به معلوم شى چې خورس په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو حُکم ورکړے وو او کۀ نه، او بيا مونږ خبر کړه چې په دې معامله کښې ستا خوښه څۀ ده.“


بادشاه را نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما د آسمانونو خُدائ پاک ته سوال وکړو،


نو بادشاه په هغه وخت کښې زما درخواست منظور کړو، چې مَلِکه د هغۀ په څنګ کښې ناسته وه. هغۀ زما نه تپوس وکړو چې د څومره وخت دپاره به ځې او بيا به کله واپس راځې،


بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه.


”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې تاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“


مَلِکه اِستَر جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى نو زما دا يو عاجزانه سوال قبول کړه، زما خواهش دا دے چې زما او زما د خلقو ژوند بچ شى.


”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى او کۀ تا سره زما فکر وى او دا تا ته ښۀ ښکارى، نو مِهربانى وکړه چې دا فرمان جارى کړه چې د همان په حُکم باندې دې عمل نۀ کيږى، دا هغه حُکم وو چې د اجاج قبيلې د همداتا زوئ همان د ټولو يهوديانو د وژلو دپاره ورکړے وو.


نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.


په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى.


روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan