Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:3
21 Iomraidhean Croise  

بت‌‌سبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“


د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.


يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او اتۀ کاله يې په يروشلم بادشاهى کړې وه. کله چې هغه مړ شو نو هيڅ څوک هم خفه نۀ وُو. هغوئ هغه د داؤد په ښار کښې ښخ کړو، خو په شاهى اديره کښې يې ښخ نۀ کړو.


احاز بادشاه مړ شو او په يروشلم کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


نو حزقياه مړ شو او هغه د شاهى اديرې په پاسنۍ حِصه کښې ښخ شو. د هغۀ په مرګ باندې د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو هغۀ له يو لوئ عزت ورکړو. د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


هغۀ د مالِک خُدائ کور او ښار، سره د دې ټولو محلونو او دولت وسوزولو او د ښار دېوال يې راوغورزولو.


هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.


کله چې زۀ د ښار نه روان شوم نو تر اوسه پورې شپه وه. د وادۍ په دروازه باندې ووتلم او د ګيدړ کوهى نه تېر شوم او د ګند دروازې ته لاړم. کله چې زۀ روان وم، نو ما د ښار غورزېدلى دېوالونه او هغه دروازې وليدې کومې چې په اور تباه شوې وې.


کۀ دا افت زما په خلقو باندې راشى او چې زما خپلوان ووژلے شى نو بيا زۀ دا څنګه برداشت کولے شم؟“


د هغې کاڼى ستا په خِدمتګارانو ګران دى، او د هغې په يوې ذرې خاورې هم رحم کوى.


قومونه به د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى، او د دُنيا ټول بادشاهان به ستا د جلال او عظمت نه يريږى.


زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى، کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې، او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.


او ملا مې د سرې تبې په وجه سوزيږى، او په بدن کښې مې دم نشته ختميږى.


د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ په نولسم کال د بابل د بادشاه نبوکدنضر، شاهى کمانډر نبوزردان چې د شاهى فوج مشر وو، يروشلم ته راغلو.


د يروشلم دروازې په زمکه کښې ډوبې شوې دى، او د هغې اړمونه او تالې يې تباه کړې دى. د هغې بادشاه او شهزادګان نورو قومونو ته جلاوطن کړے شوى دى. نور د مالِک خُدائ نه شريعت نۀ ملاويږى او نۀ نورې وحى د هغۀ پېغمبرانو ته د مالِک خُدائ نه راځى.


نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“


هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې.


خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه.


دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې.


نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى.


زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan