Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 او ما هغوئ ته ووئيل چې خُدائ پاک زما څنګه مل وو او هغه څۀ مې ورته ووئيل چې ما ته بادشاه وئيلى وُو. نو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”راځئ چې د دېوالونو په جوړولو بيا شروع وکړُو.“ او هغوئ د نېکۍ په دې کار کولو باندې شروع وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:18
10 Iomraidhean Croise  

تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“


د داؤد د تکړه فوجيانو مشران دا دى. ټولو بنى اِسرائيلو په شريکه دا فېصله وکړه چې داؤد خپل بادشاه جوړ کړى لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه.


تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او زمونږ د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او د مالِک خُدائ مرضى دې پوره شى.“


بادشاه د ښار دِفاع داسې مضبوطه کړه چې د دې دېوال يې مرمت کړل، په دې باندې يې برجونه جوړ کړل او بهرنى دېوال يې ورله جوړ کړو. د دې نه علاوه، هغۀ د دِفاع هغه ځايونه هم مرمت کړل چې په هغه زمکه باندې جوړ وُو چې د يروشلم د زړې برخې نمرخاتۀ طرف ته ډک کړے شوى وُو. هغۀ ډېره زياته وسله او ډالونه جوړ کړل.


هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.


ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.


آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.


ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.


يونتن هغۀ له هلته ورَغلو او داؤد يې زړَور کړو چې خُدائ پاک ستا مل دے،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan