16 د هغې علاقې يو آفسر ته هم دا پته ونۀ لګېده چې زۀ چرته وم يا مې څۀ کول. تر اوسه پورې ما يهوديانو، اِمامانو، مشرانو، آفسرانو، يا بل چا ته هيڅ نۀ وُو وئيلى چې څوک به دا کار کوى.
بيا زۀ لاندې د قِدرون وادۍ ته لاړم او په خر باندې سور وم، دېوال ته مې کتل. بيا زۀ په هغه لار راواپس شوم چې په کومه راغلے وم او د وادۍ په دروازه باندې واپس ښار ته لاړم.
خو بيا ما هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ مونږ په دې وجه په تکليف کښې يُو چې يروشلم تباه شوے دے او د دې دروازې سوزولے شوې دى. راځئ چې د يروشلم دېوالونه بيا جوړ کړُو او د دې بېعزتۍ نه ځان خلاص کړُو.“
د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.
هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى.