14 نو بيا زۀ د فوارې دروازې ته او د بادشاه تالاب ته لاړم، خو په کوم خر باندې چې ما سورلى کوله نو هغۀ د تېرېدو لار پېدا نۀ کړه،
د اسور بادشاه د لکيس نه يو لوئ لښکر ولېږلو چې په يروشلم کښې په حزقياه باندې حمله وکړى، چې د دې مشرى د هغۀ درې غټو آفسرانو کوله. کله چې هغوئ يروشلم ته ورسېدل، نو هغوئ د ولې سره سړک قبضه کړو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې، دا د هغه سړک سره نزدې وو چې کوم د دهوبى پټى ته تلو.
نور هر څۀ چې حزقياه بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او هغه حِساب کِتاب چې هغۀ ډنډ جوړ کړے وو او چې يو سورنګ يې کنستلے وو چې ښار له اوبۀ راولى، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
دا حزقياه بادشاه وو چې هغۀ د جيحون د چينو خولې بندې کړې او اوبو له يې يوه لار جوړه کړه چې اوبۀ د يو سورنګ په ذريعه د يروشلم په دېوالونو کښې دننه يو ځائ ته بهيږى. حزقياه چې هر کار کولو نو په هغې کښې کاميابېدو،
د فوارې د دروازې سره هغوئ په هغه پوړو باندې وختل کومې چې د داؤد ښار ته تلې وې، د داؤد د محل نه تېر شول او د ښار نمرخاتۀ طرف ته د اوبو دروازې سره دېوال ته واپس شول.
د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې.
د بيتصور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.
ما تالابونه جوړ کړل چې د هغې په ذريعه دا ډيرې ونې اوبۀ کوم.