Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ما هيچا ته هغه خبره ونۀ کړه چې کومه خُدائ پاک زما په زړۀ کښې د يروشلم په حقله اچولې وه. بيا په نيمه شپه زۀ پاڅېدم او بهر لاړم، يو څو ملګرى مې ځان سره کړل. مونږ صِرف يو ځناور د ځان سره بوتلو، دا هغه خر وو چې په کوم زۀ سور وم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:12
20 Iomraidhean Croise  

عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.


زۀ يروشلم ته لاړم او تر درېو ورځو پورې


کله چې زۀ د ښار نه روان شوم نو تر اوسه پورې شپه وه. د وادۍ په دروازه باندې ووتلم او د ګيدړ کوهى نه تېر شوم او د ګند دروازې ته لاړم. کله چې زۀ روان وم، نو ما د ښار غورزېدلى دېوالونه او هغه دروازې وليدې کومې چې په اور تباه شوې وې.


د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه، ”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.


پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه، د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.


هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى.


د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.


نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.


په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل،


خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.


يشوَع او د هغۀ لښکر ټوله شپه د جِلجال نه جبعون ته مزل وکړو او هغوئ په اموريانو باندې يوه ناڅاپه حمله وکړه.


ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.


نو جدعون خپل لس نوکران بوتلل او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو. هغه د خپل خاندان او د ښار د خلقو نه سخت يرېدو چې د ورځې يې داسې کړے وے، نو هغۀ د شپې داسې وکړل.


نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan