11 زۀ يروشلم ته لاړم او تر درېو ورځو پورې
کله چې مونږ يروشلم ته ورسېدو، نو مونږ درې ورځې آرام وکړو.
ما هيچا ته هغه خبره ونۀ کړه چې کومه خُدائ پاک زما په زړۀ کښې د يروشلم په حقله اچولې وه. بيا په نيمه شپه زۀ پاڅېدم او بهر لاړم، يو څو ملګرى مې ځان سره کړل. مونږ صِرف يو ځناور د ځان سره بوتلو، دا هغه خر وو چې په کوم زۀ سور وم.