Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو د بيت‌حورون ښار سنبلط، او طوبياه چې هغه د عمون صُوبې يو آفسر وو، خبر شو چې څوک راغلى دى چې د بنى اِسرائيلو د فائدې دپاره کار کوى، نو هغوئ ډېر زيات خفه شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:10
26 Iomraidhean Croise  

کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.


يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيت‌حورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.


اِلياسب اِمام کوم چې د خُدائ پاک د ګودامونو مشر وو، هغه د ډېرې مودې نه د طوبياه ملګرے وو.


کله چې سنبلط حورونى، عمونى طوبياه او جشم نومې يو عربے زمونږ د منصوبې نه خبر شول، نو هغوئ په مونږ پورې ټوقې او مسخرې وکړې او وې وئيل، ”تاسو دا څۀ شروع کړى دى؟ ولې تاسو د بادشاه خِلاف بغاوت کول غواړئ؟“


خو کله چې سنبلط، طوبياه، او د عربو، د عمون او د اشدود خلقو واورېدل چې د يروشلم د دېوال د بيا جوړېدلو کار شروع شوے وو او چې د دېوال غورزېدلى ځايونه بيا جوړيږى نو هغوئ سخت غصه شُو.


سنبلط، طوبياه، عربى جشم او زمونږ نور دشمنان خبر شول چې مونږ د دېوال جوړول ختم کړى دى او چې په دې کښې يو مات ځائ هم پاتې نۀ دے، اګر چې مونږ د دروازو په ځايونو کښې دروازې هم لا نۀ وې لګولې.


کله چې په ګېرچاپېره مُلکونو کښې زمونږ دشمنان د دې نه خبر شول، نو هغوئ ويرېدل او خپل ځانونه ورته کمزورى ښکاره شول، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا کار د خُدائ پاک د مدد سره شوے دے.


مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.


بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.


قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟


هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى،


ما ليدلى دى چې غلامان د شهزادګانو په شان په آسونو سوارۀ وى، او شهزادګان د نوکرانو په شان پېدل ګرځى.


زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلت‌شليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.


بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل.


د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلى‌عالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلت‌شليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.


هغوئ لوحيت ته په بره تلو سخته ژړا کوى، او حورونايم ته په ورکوزېدو سره د تباهۍ د درزار او شور په اورېدو هغوئ په چغو چغو ژړا کوى.


هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى.


چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan