Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 2:1
9 Iomraidhean Croise  

ما د فِرعون پيالۍ په لاس کښې نيولې وه، نو ما انګور راواخستل او دا مې په پيالۍ کښې نچوړ کړل او هغۀ له مې ورکړل.“


فِرعون، ساقى بيا په خپل وړومبى ځائ کښېنولو او ساقى پيالۍ فِرعون له په لاس کښې ورکړه،


يو ځل بيا د فارس بادشاه ارتخششتا په دوران کښې، بِشلام، مِتردات، طابئيل او د هغوئ ملګرو بادشاه ته يو خط وليکلو. هغه خط په آرامى ژبه کښې ليکلے شوے وو او بيا د بادشاه دپاره ترجمه کړے شو.


ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،


دا د حکلياه د زوئ د حضرت نحمياه کلام دے. کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو نو د هغۀ د بادشاهۍ په شلم کال د کِسليو په مياشت کښې زۀ يعنې حضرت نحمياه په مرکزى ښار سوسه کښې وم.


مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.


د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.


په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan