8 زۀ سخت غصه شوم او د طوبياه ټول سامان مې بهر وغورزولو.
کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل.
ما حُکم ورکړو چې د کوټو د پاکوالى رسم دې ادا کړے شى او د خُدائ پاک د کور د سامان، د غلې نذرانې او خوشبوئى دې بيا واپس په خپل ځائ باندې کېښودلے شى.
کله چې ما د هغوئ شکايتونه واورېدل، نو زۀ غصه شوم.
ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.