Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 13:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 کله چې يروشلم ته راواپس شوم نو ما ته د دې بدعملۍ پته ولګېده چې اِلياسب طوبياه له اجازت ورکړے دے چې د خُدائ پاک په کور کښې يوه کوټه استعمالوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 13:7
8 Iomraidhean Croise  

د اليوعينى اووۀ زامن وُو: هُوداوياه، اِلياسب، فلاياه، عقوب، يوحانان، دلاياه او عنانى.


کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.


کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.


هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.


دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.


ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan