نحمياه 13:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه. Faic an caibideil |
مونږ به هر کال اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته د وړومبى رېبلى شوى فصل نه جوړې شوې پېړې او د انګورو د ميو خپلې نورې نذرانې، د زيتُونو تېل او هر قِسم مېوې هم وړُو. او مونږ به هغه هر څۀ نه لسمه حِصه ليويانو له راؤړو څۀ چې زمونږ په پټو کښې شوى دى، ځکه چې هغوئ زمونږ په کلو کښې د دې څيزونو د راټولو ذمه وار دى.
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.