Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 13:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 ما د لرګو بندوبست وکړو چې هغه به د هغه نذرانو په سوزولو کښې استعمالېدل چې کومې نذرانې به په صحيح وخت راوړلے شوې، دا کار مې هم وکړو چې خلق د خپلې وړومبۍ غلې او خپلې وړومبۍ پخې شوې مېوې راوړى. خُدايه پاکه، دا هر څۀ مۀ هېروه او را ياد کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 13:31
10 Iomraidhean Croise  

زمونږ خلق، اِمامان او ليويان به هر کال پچه اچوى چې دا معلومه کړى چې کومه يوه ډله د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په قربان‌ګاه باندې د سوزولو دپاره لرګو بندوبست کوى او دا به د قانون په مطابق وى.


مونږ به هر کال د خپل وړومبى رېبلے شوى فصل او زمونږ په ونو کښې د وړومبى پېدا شوې مېوې يوه نذرانه د مالِک خُدائ کور ته وړُو.


کله چې لسمه حِصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به ليويانو سره وى. او د هغه ټولې راټولې شوې لسمې حِصې نه به ليويان لسمه حِصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى.


زما خُدايه پاکه، ياد ساته دا هر څۀ چې ما ستا د کور او د دې د عبادت دپاره کړى دى او دا مۀ هېروه.


ما ليويانو له حُکم ورکړو چې خپل ځانونه پاک کړئ او لاړ شئ او د دروازو څوکيدارى وکړئ چې د سبت ورځ مقدسه پاتې شى. خُدايه پاکه، ما د دې دپاره هم ياد ساته او د خپلې لوئې مينې په وجه مې بچ کړه.


نو اے خُدايه پاکه، زۀ ستا نه سوال کوم چې زما هغه هر يو کار ياد ساته چې ما د دې خلقو دپاره کړے دے.


په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه، کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې، کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،


زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بې‌بها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.


او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan