30 نو ما خلق د پردى مُلک د هر يو څيز نه صفا کړل، ما د اِمامانو او ليويانو دپاره اصُول ځکه جوړ کړل چې هر يو کس خپله خپله ذمه وارى وپېژنى،
خو مونږ تر اوسه پورې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خِدمت کوُو او مونږ هغه نۀ دے پرېښودلے. د هارون د اولاد اِمامان خپلې ذمه وارۍ تر سره کوى او ليويان د هغوئ مدد کوى.
مونږ دا وعده وکړه چې د هغه مُلک د غېرو قومونو خلقو له به خپلې لوڼه نۀ ورکوو او د هغوئ لوڼه به خپلو زامنو ته نۀ وادۀ کوُو.
اِمامانو او ليويانو د خپلو ځانونو، خلقو، د دروازو او د ښار د دېوال دپاره د پاکوالى رسم ادا کړو.