28 يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيتحورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.
دا د خلقو د مشرانو حُکم وو. کۀ څوک په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، نو د هغۀ ټول جائيداد به ضبط کړے شى او نور به دا حق نۀ لرى چې هغه د جلاوطنو د قبيلې نه وګڼلے شى.
يشوَع د يويقيم پلار وو، يويقيم د اِلياسب پلار وو، اِلياسب د يويدع پلار وو،
کله چې اِلياسب، يويدع، يوحانان او يدوع مشران اِمامان وُو نو د ليويانو د مشرانو فهرست تيار شو او هم داسې د فارس بادشاه داريوس په زمانه کښې د اِمامانو د کورَنو د مشرانو حِساب کِتاب ساتلے شوے وو.
ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.
خو د بيتحورون ښار سنبلط، او طوبياه چې هغه د عمون صُوبې يو آفسر وو، خبر شو چې څوک راغلى دى چې د بنى اِسرائيلو د فائدې دپاره کار کوى، نو هغوئ ډېر زيات خفه شول.
کله چې سنبلط حورونى، عمونى طوبياه او جشم نومې يو عربے زمونږ د منصوبې نه خبر شول، نو هغوئ په مونږ پورې ټوقې او مسخرې وکړې او وې وئيل، ”تاسو دا څۀ شروع کړى دى؟ ولې تاسو د بادشاه خِلاف بغاوت کول غواړئ؟“
بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حننايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.
کله چې سنبلط خبر شو چې مونږ يهوديانو دېوال جوړول بيا شروع کړى دى، نو هغه سخت غصه شو او مونږ پورې يې خندا شروع کړه.
هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم، زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.
هوښيار بادشاه بدکاران په غاښۍ ولى، او په هغوئ باندې غوبل کوى.
کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى.