23 په هغه وخت کښې ما ته دا پته هم ولګېده چې څۀ يهودى سړو د اشدود، عمون او د موآب د ښځو سره ودونه کړى دى.
او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې.
عزرا اِمام ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو بېوفا وئ او د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو په وجه مو بنى اِسرائيليان ګناهګار کړى دى.
دې هر يو سړى د غېرو قومونو ښځې لرلې او د څۀ سړو د دې ښځو نه بچى هم پېدا شوى وُو.
مونږ دا وعده وکړه چې د هغه مُلک د غېرو قومونو خلقو له به خپلې لوڼه نۀ ورکوو او د هغوئ لوڼه به خپلو زامنو ته نۀ وادۀ کوُو.
کۀ د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضونه به معاف کوُو.
کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.
د هغوئ نيم اولاد د اشدود ژبه او يا څۀ بله ژبه وئيله او هغوئ زمونږ ژبه نۀ شوه وئيلے.
نو مونږ به بيا د ګناهِ کبيره داسې عمل څنګه وکړُو چې د خُدائ پاک سره بېوفائى وکړُو او د پردى مُلک ښځو سره ودونه وکړُو؟“
خو کله چې سنبلط، طوبياه، او د عربو، د عمون او د اشدود خلقو واورېدل چې د يروشلم د دېوال د بيا جوړېدلو کار شروع شوے وو او چې د دېوال غورزېدلى ځايونه بيا جوړيږى نو هغوئ سخت غصه شُو.
نن چې زۀ تاسو له کوم قانون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم.
څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.
نو هغوئ د موآبۍ ښځو عرفه او روت سره ودونه وکړل. تقريباً لس کاله وروستو
کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبنعزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،