نحمياه 13:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 ما ليويانو له حُکم ورکړو چې خپل ځانونه پاک کړئ او لاړ شئ او د دروازو څوکيدارى وکړئ چې د سبت ورځ مقدسه پاتې شى. خُدايه پاکه، ما د دې دپاره هم ياد ساته او د خپلې لوئې مينې په وجه مې بچ کړه. Faic an caibideil |
بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيتايل ته يوړې.