21 ما هغوئ له خبردارے ورکړو، ”تاسو د دې دېوال سره شپه ولې تېروئ کۀ تاسو بيا داسې وکړل، نو زۀ به تاسو خرابتُراب کړم.“ نو د دې نه پس هغوئ د سبت په ورځ بيا رانۀ غلل.
کۀ هر څوک هم ستا د خُدائ پاک د قانون يا د بادشاه د قانون نافرمانى کوى، نو هغۀ له به هم په هغه وخت سزا ورکولے شى، چې وژلے به شى، يا به جلاوطن کړے شى، يا به د هغۀ نه جائيداد ضبط کولے شى، يا به قېد کولے شى.“
زمونږ هر يو کس به هر کال پينځۀ ګرامه سپين زر د خُدائ پاک د کور د خرچې دپاره په چنده کښې ورکوى.
په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى.
يو يا دوه ځل سامان خرڅوونکو او سوداګرو د خالى شپه د ښار د دېوالونو نه بهر تېره کړه.
او يا د حاکمانو چې هغه د بدکارانو د سزا او د نېکانو د تعريف دپاره هغۀ مقرر کړى دى.