20 يو يا دوه ځل سامان خرڅوونکو او سوداګرو د خالى شپه د ښار د دېوالونو نه بهر تېره کړه.
نو ما حُکم ورکړو چې د هر سبت د شروع کېدو نه وړاندې د ښار دروازې په ماښامى کښې بندولے شى او د سبت د ورځې د ختمېدو نه وړاندې دې نۀ شى کولاولے. ما خپل يو څو سړى په دروازو باندې د دې دپاره ودرول چې دا خبره يقينى شى چې د سبت په ورځ به ښار ته هيڅ هم نۀ شى راوړلے.
ما هغوئ له خبردارے ورکړو، ”تاسو د دې دېوال سره شپه ولې تېروئ کۀ تاسو بيا داسې وکړل، نو زۀ به تاسو خرابتُراب کړم.“ نو د دې نه پس هغوئ د سبت په ورځ بيا رانۀ غلل.