Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 13:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 دا د هغې په وجه کله چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر په لار روان وُو نو عمونيانو او موآبيانو هغوئ له اوبۀ او روټۍ نۀ وه ورکړې. او د دې په ځائ بلعام له يې پېسې ورکړې چې په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووائى، خو زمونږ خُدائ پاک هغه لعنت په برکت بدل کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 13:2
12 Iomraidhean Croise  

دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې، کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې، خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى.


اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“


او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.


خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.


هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.


کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.


خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به بلعام ته غوږ نۀ نيولو، او لعنت يې په برکت بدل کړو، ځکه چې هغۀ ستاسو سره مينه لرله.


هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan