نحمياه 13:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 نو ما حُکم ورکړو چې د هر سبت د شروع کېدو نه وړاندې د ښار دروازې په ماښامى کښې بندولے شى او د سبت د ورځې د ختمېدو نه وړاندې دې نۀ شى کولاولے. ما خپل يو څو سړى په دروازو باندې د دې دپاره ودرول چې دا خبره يقينى شى چې د سبت په ورځ به ښار ته هيڅ هم نۀ شى راوړلے. Faic an caibideil |
ما هغوئ ته ووئيل، ”ترڅو پورې چې نمر تود شوے نۀ وى نو د يروشلم دروازې به نۀ کولاووئ. په کوم وخت کښې چې څوکيداران په ماښام کښې چهټى کوى نو هغوئ دې دروازې بندوى او اړمونه دې ورته واچوى. ما هغوئ ته دا هم ووئيل چې د يروشلم د اوسېدونکو خلقو نه يو څو څوکيداران مقرر کړئ چې څۀ کسانو ته په کښې خاص ځايونه حواله شى او نور دې د خپلو کورونو نه ګېرچاپېره ګشت کوى.“