Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 13:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 13:18
16 Iomraidhean Croise  

زمونږ هر يو کس به هر کال پينځۀ ګرامه سپين زر د خُدائ پاک د کور د خرچې دپاره په چنده کښې ورکوى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو


خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“


دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى.


دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“


ولې تاسو د خپل پلار نيکۀ ګناهونه، د يهوداه د بادشاهانو او د مَلِکو ګناهونه، او هغه ګناهونه چې تاسو او ستاسو ښځو په يهوداه او يروشلم کښې کړى دى هېر کړل؟


هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى.


هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو.


کۀ د دې هر څۀ نه پس بيا هم ما ته غوږ ونۀ نيسئ، نو ستاسو د نافرمانۍ په وجه زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.


نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.


تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.


او اوس تاسو د خپل پلار نيکۀ په ځائ يو نوې بد‌کاره نسل راغلى يئ چې د مالِک خُدائ سخت قهر په بنى اِسرائيلو باندې بيا راولئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan