16 د صور ښار څۀ خلق په يروشلم کښې اوسېدل او هغوئ کبان او د هر قِسم سامان ښار ته د دې دپاره راوړو چې د سبت په ورځ يې زمونږ په خلقو باندې خرڅ کړى.
په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى.
ما د يهوداه مشران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو خپل دې بد عمل ته وګورئ. تاسو د سبت د ورځې سپکاوے کوئ.
خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار روزګار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو څاروى او نۀ هغه مسافر کوم چې تاسو سره اوسيږى.
په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.
خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو ځناور او نۀ هغه مسافر چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ستاسو غلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ.