نحمياه 13:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى. Faic an caibideil |
خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بېعزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.