نحمياه 13:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 ما دا سړى د ګودامونو مشران مقرر کړل: شلمياه، چې يو اِمام وو، صدوق، چې د شريعت يو عالِم وو، او فداياه ليوے. د متنياه نمسے او د زکور زوئ حنان د هغوئ مددګار وو. دا اعتبارى کسان وُو، او د هغوئ دا ذمه وارى وه چې په ليويانو باندې د سامان په تقسيمولو کښې د ايماندارۍ نه کار واخلى. Faic an caibideil |
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.