11 ما آفسران ورټل او ورته مې ووئيل چې د خُدائ پاک د کور خيال ولې نۀ دے ساتلے شوے. او ما ليويان او موسيقاران واپس د خُدائ پاک کور ته راوستل او بيا مې په کار لګيا کړل.
بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، ميو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.
ما د يهوداه مشران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو خپل دې بد عمل ته وګورئ. تاسو د سبت د ورځې سپکاوے کوئ.
ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.
ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بېعزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،
کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى.
د عيلى د زامنو دا ګناه د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېره لويه وه، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د نذرانو دومره بېعزتى کوله.