Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ليويان: دا کسان د شُکر ګزارۍ حمد‌و‌ثناء مشران وُو، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل، سربياه، يهوداه او متنياه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:8
12 Iomraidhean Croise  

د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.


دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمى‌اېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان.


او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.


د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.


دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.


دې کسانو ورسره آواز نيولو، بقبوقياه، عُنى او د هغوئ ملګرو ليويانو.


د ليويانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوې: د هوداوه اولاد يشوَع او قدمى‌اېل، څلور اويا، د آسف اولاد د خُدائ پاک د کور موسيقاران يو سل او اتۀ څلوېښت، د خُدائ پاک د کور څوکيداران چې د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى اولاد وو هغوئ يو سل او اتۀ دېرش وُو.


هلته د ليويانو په ممبر باندې دا کسان ولاړ وُو، يشوَع، بانى، قدمى‌اېل، شبنياه، بُنى، سربياه، بانى او کنعنياه. هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په چغو چغو وژړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan