Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 د زرُبابل او نحمياه په زمانه کښې به ټولو بنى اِسرائيلو هره ورځ د خُدائ د کور د سندرغاړو او څوکيدارانو ضرورتونه پوره کول. ليويانو ته به هغه برخه ورکولے کېدله کومه چې هغوئ دپاره مقرر وه او ليويانو به د هغې نه اِمامانو له هغه برخه ورکوله کومه چې د هغوئ دپاره مقرر وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:47
14 Iomraidhean Croise  

چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.


نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“


د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:


د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى.


دا د هغه اِمامانو او ليويانو تفصيل دے کوم چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د مشر اِمام يشوَع سره د جلاوطنۍ نه راواپس شول.


کله چې يويقيم مشر اِمام وو، نو دا اِمامان د اِمامانو د قبيلې مشران وُو: د شراياه قبيلې اِمام مراياه، د يرمياه قبيلې اِمام حننياه، د عزرا قبيلې اِمام مسلام، د امرياه قبيلې اِمام يهوحنان، د مُلکُو قبيلې اِمام يونتن، د شبنياه قبيلې اِمام يوسف، د حارِم قبيلې اِمام عدنا، د مرايوت قبيلې اِمام حلقى، د عدو قبيلې اِمام زکرياه، د جِنتون قبيلې اِمام مسلام، د ابياه قبيلې اِمام زِکرى، د مينامين قبيلې يو اِمام هم وو. د معدياه قبيلې اِمام فِلطى، د بِلجاه قبيلې اِمام سموع، د سمعياه قبيلې اِمام يونتن، د يويريب قبيلې اِمام متنى، د يدعياه قبيلې اِمام عُزى، د سلى قبيلې اِمام قلى، د عموق قبيلې اِمام عِبر، د خِلقياه قبيلې اِمام حسبياه، د يدعياه قبيلې اِمام نتنى‌ايل.


دا خلق د يوصدق نمسى او د يشوَع زوئ يويقيم په وخت کښې هلته اوسېدل او د نحمياه حکمران په وخت کښې او د عزرا په وخت کښې چې اِمام او د شريعت عالِم وو.


د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.


د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan