Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:44
17 Iomraidhean Croise  

او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل،


نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو.


هغه څلور مشران څوکيداران ليويان وُو چې هغوئ له پوره ذمه وارى ورکړے شوې وه. هغوئ د مالِک خُدائ د کور د کوټو او د هغه قيمتى سامان هم خيال ساتلو چې کوم هلته کېښودے شو.


زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے زوئ به اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته بوځُو او هلته به يې د خُدائ پاک د ښودلى شوى قانون په مطابق خُدائ پاک ته وقف کوُو. زمونږ د هر يو کس د غواګانو وړومبے پېدا شوے سخے او زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے ګډُورے يا د چېلۍ بچے به هم وقف کيږى.


مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.


خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.


تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“


کۀ تاسو ته خِدمت درکړے شوے وى نو خِدمت کوئ، کۀ د تعليم نعمت درکړے شوے وى نو تعليم ورکوئ،


د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan