Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:43
29 Iomraidhean Croise  

د يهوداه ټول سړى، سره د خپلو ښځو او بچو، د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وُو.


يهوسفط په خوشحالۍ سره فوجيان واپس يروشلم ته روان کړل، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ دشمنانو له شکست ورکړے وو.


په ورپسې ورځ يعنې د اوومې مياشتې په درويشتمه ورځ، سليمان خلق کورونو ته ولېږل. هغوئ په هغه ټولو برکتونو باندې خوشحاله وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له، داؤد او سليمان له ورکړى وُو.


څۀ خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او څۀ خلقو ژړا کوله، او هغوئ دومره شور کولو چې تر لرې لرې پورې اورېدلے شو او هيچا ته پته نۀ لګېده چې څوک ژاړى او څوک خوشحاله دى.


کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى.


او په هغوئ پسې معسياه، سمعياه، اِلى‌عزر، عُزى، يهوحنان، مُلکياه، عيلام او ايصر روان وُو. د دې حمد ويوونکو مشرى ازرخياه کوله او په اوچت آواز يې سندرې وئيلې.


کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.


نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم، د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم، زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.


مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.


زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم، اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.


ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم. ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم.


څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.


نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو.


او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“


نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.


په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.


کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.


کله چې د لوظ صندوق راورسېدو، نو بنى اِسرائيلو د خوشحالۍ نه دومره لويه چغه ووهله چې زمکه وخوځېدله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan