42 او په هغوئ پسې معسياه، سمعياه، اِلىعزر، عُزى، يهوحنان، مُلکياه، عيلام او ايصر روان وُو. د دې حمد ويوونکو مشرى ازرخياه کوله او په اوچت آواز يې سندرې وئيلې.
ميکائيل، بعسياه، مُلکياه،
د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدىاېل وو چې د هجدوليم زوئ وو.
زما په ډله کښې دا اِمامان شامل وُو، چې هغوئ بيګلې غږولې: اِلياقيم، معسياه، مينامين، ميکاياه، اليوعينى، زکرياه او حننياه.
په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.
خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ
سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.
راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.