40 هغه دواړه ډلو کومو چې د خُدائ پاک شُکر ادا کولو هغه د خُدائ پاک د کور علاقې ته ورسېدلې. زۀ هم د مشرانو نيمې قبيلې سره وم،
هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.
او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حننايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.
زما په ډله کښې دا اِمامان شامل وُو، چې هغوئ بيګلې غږولې: اِلياقيم، معسياه، مينامين، ميکاياه، اليوعينى، زکرياه او حننياه.
تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،