Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حنن‌ايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:39
12 Iomraidhean Croise  

يهوآس امصياه ونيولو، يروشلم ته وړاندې لاړو او د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ دروازې پورې دېوال يې راغورزولو چې تقريباً دوه سوه ګزه فاصله وه.


هغه دواړه ډلو کومو چې د خُدائ پاک شُکر ادا کولو هغه د خُدائ پاک د کور علاقې ته ورسېدلې. زۀ هم د مشرانو نيمې قبيلې سره وم،


بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حنن‌ايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.


د اُوزى زوئ فالال ورپسې برخه جوړه کړه، د دېوال د ګوټ نه او د څوکيدارۍ دربار ته نزدې د محل برنۍ مينارې نه يې شروع وکړه، د پرعوس زوئ فداياه ورپسې برخه جوړه کړه، دا برخه د هغه ځائ پورې وه چې نمرخاتۀ طرف ته يې د اوبو دروازه او د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ اوچته ميناره وه. دا برخه د ښار د هغه حِصې سره نزدې وه چې نوم يې عوفل وو، چرته چې د خُدائ پاک د کور کاريګران اوسېدل.


د سناآه قبيلې د کبانو دروازه جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپل ځائ باندې ولګولې، د دروازې د تالا کولو دپاره يې سيخونه او زنځيرونه ولګول.


د فاسح زوئ يويدع او د بسودياه زوئ مسلام د يسانه دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګول او د تاله کولو دپاره يې په دروازه کښې اړمونه او کُنډې ولګول.


نو خلقو څانګې راوړې او د خپلو کورونو په چتونو، په خپلو صحنونو کښې، د خُدائ پاک د کور په دربار کښې او د اِفرائيم دروازې او د اوبو دروازې سره د جرګې په عوامى ځايونو کښې يې جونګړې جوړې کړې.


”هغه ورځ راتلونکى ده،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کله چې دا ښار د حنن‌ايل د برج نه واخله تر د ګوټ د دروازې پورې به دوباره زما دپاره آباد شى.


په هغه وخت کښې چې د بابل د بادشاه لښکرو د يروشلم نه ګېره اچولې وه نو يرمياه په دې ورځو کښې د يهوداه د شاهى محل دننه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو.


په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى.


په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan