Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 په هغۀ پسې د هغۀ د قبيلې نور کسان وُو: سمعياه، عزراېل، مِللى، جِللى، ماعى، نتنى‌ايل، يهوداه او حنانى. هغوئ ټولو د موسيقۍ هغه شان څيزونه روان کړى وُو کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه غږول. عزرا عالِم د دې جلوس نه وړاندې روان وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:36
8 Iomraidhean Croise  

څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.


اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.


ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،


دا د هغه ډلو د مشرانو تفصيل دے کوم چې په بابل کښې جلاوطن وُو او چې هغوئ د عزرا سره په هغه وخت کښې يروشلم ته راواپس شول چې په کوم وخت کښې ارتخششتا بادشاه وُو:


دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.


تاسو په سريندو کښې بې‌مطلبه سازونه غږوئ او خپل ځان د داؤد سره د برابرولو کوشش کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan