32 هوسعياه د سندرغاړو نه وروستو روان شو، چې د يهوداه نيم مشران ورپسې وُو.
ما د دېوال دپاسه د يهوداه مشران راغونډ کړل او هغوئ مې د دوو لويو ډلو مشران مقرر کړل چې د ښار نه ګېرچاپېره روان شى او د خُدائ پاک شُکر ادا کوى. اوله ډله د دېوال دپاسه ښى طرف ته د ډېران دروازې طرف ته لاړه.
دا اِمامان ورپسې روان شول چې بيګلې يې غږولې: عزرياه، عزرا، مسلام، يهوداه، بنيامين، سمعياه او يرمياه. ورپسې زکرياه زوئ د يونتن، زوئ د سمعياه، زوئ د متنياه، زوئ د ميکاياه، زوئ د زکور، زوئ د آسف راغلۀ.