29 او د بيتجِلجال، جبعه او عزماوت نه راغلل.
د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل.
د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيتايل او د دې نزدې کلو کښې،
د ليويانو کورَنو سندرغاړى د هغه علاقې نه راغونډ شول چرته چې هغوئ اوسېدل. هغوئ د يروشلم ګېرچاپېره علاقې نه او د نطوفه نه ګېرچاپېره د وړو ښارونو نه،
اِمامانو او ليويانو د خپلو ځانونو، خلقو، د دروازو او د ښار د دېوال دپاره د پاکوالى رسم ادا کړو.
ما ته دا پته هم ولګېده چې د خُدائ پاک د کور موسيقاران او نور ليويان د يروشلم نه تلى دى او خپلو پټو ته واپس شوى دى، دا ځکه چې خلقو هغوئ له دومره خوراک ورکولے نۀ شو چې ګزاره ورباندې کېدله.
دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے.
د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.
د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه،
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى.