Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:27
34 Iomraidhean Croise  

داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.


سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو.


په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.


داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى.


نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.


نو بيا هغۀ د هارون اولاد او ليويانو راوغوښتلو.


هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو.


آسف د هغوئ مشر وو او دا سړى د هغۀ مددګاران مقرر شُو: زکرياه، يعى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، متتياه، اِلياب، بناياه، عوبيد ادوم او يعى‌ايل. هغوئ به بينجو غږولې. آسف چمټې غږولې،


څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.


يرياه د حبرون د اولاد مشر وو. د داؤد بادشاه د بادشاهۍ په څلوېښتم کال د حبرون د اولاد نسب‌نامه معلومه کړے شوې وه او د دې خاندان تکړه فوجيان موندلے شوى وُو چې د جِلعاد په علاقه يعزير کښې اوسېدل.


بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،


بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو.


اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو.


بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.


نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل.


په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.


هغه ټول خلق کوم چې د جلاوطنۍ نه واپس راغلى وُو هغوئ جونګړې جوړې کړې او په هغې کښې اوسېدل او هر يو کس جذباتى او خوشحاله وو. د نون زوئ يشوَع د وخت نه پس داسې نۀ وُو شوى.


هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.


اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم، زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.


د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.


بيا به آفسران په خپل تقرير کښې فوجيانو ته ووائى، په تاسو کښې داسې څوک شته چې کور يې جوړ کړے وى، خو وقف کړے يې نۀ وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ کور وقف کړى.


همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.


کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan