نحمياه 12:24 - Pakistani Yousafzai Pashto24 دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمىاېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو. Faic an caibideil |
اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.
دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمىاېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان.